د ازبکستان نوي سفیر د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وسپارله

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال اعلان وکړ چې د ازبکستان د نوي سفیر د خپل باورلیک کاپي د دغه وزارت سرپرست ته وسپارل شوه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد نن چهارشنبه د لړم په ٣٠مه، په خپله ایکس پاڼه کې يوه خبرپاڼه خپره کړه او ليکلي يې دي: نن په کابل کې د ازبکستان جمهوریت نوي ګومارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپی د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته وړاندې کړه. 

 متقي د ازبکستان نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په اړوندو چارو کې پوره همکاري کوي.

 د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو فعال سفارتونه دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ ښه نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

 عثمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروګلویزې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې کوي. 

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .